انصار:( د لړم ۳مه) د برېتانیا د پوځ لوی درستیز امیرالبحر ټوني رادکین وايي چې په افغانستان کې د دوی سرتېرو له خوا د ملکي وګړو د وژنو د ادعاوو په اړه د څېړنو بشپړ ملاتړ کوي. رادکین پرون د دې قضیې په تړاو موظفې کمېټې د ځواب ویلو پر مهال ویلي د دفاع وزارت ټوله مشرتابه د دې څېړنو ملاتړ کوي.
د برېتانیا د دفاع وزارت له خوا موظفه شوې کمېټه هغه ادعاوې څېړي چې وايي، د برېتانیا ځانګړو ځواکونو د ۲۰۱۰ او ۲۰۱۳ کلونو تر منځ لسګونه بې ګناه ملکي افغانان چې ماشومان هم پکې وو وژلي دي ، په داسې حال کې چې هغوی دې سرتېرو ته هېڅ راز امنیتي ګواښ نه وو پېښ کړی.
په دې ادعاوو کې د هلمند ولایت په نادعلي ولسوالۍ کې د هغې کورنۍ د نهو غړو وژنه په داسې حال کې چې ویده وو، هم د بېلګې په توګه یاده شوې ده.
د طالبانو چارواکو او یو شمېر افغانانو د دغو پېښو او نورو ورته هغو د واقعي څېړنو غوښتنه کړې او د ځواب ویلو ټینګار یې کړی.
پر برېتانیا سربېره، په افغانستان کې د ګڼو نورو هېوادونو سرتېري هم د پوځي ماموریت پر مهال په ورته جنایتونو تورن شوي.
له دې سره، یو شمېر افغانان وایي تر هغې چې په افغانستان کې دننه د جنګي جنایتکارانو قدرت او سیاست ختم شوی نه وي او دوی په پرله پسې ډول واکمنان وي، ستونزمنه ده چې له بهرنیو سرتېرو د دوی د وینو پوښتنه وشي.
LINK: https://www.ansarpress.com/english/28000